افغانستان امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت وکړ

افغانستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان پرضد رسمي شکایت وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان پر ارضي تمامیت تېری کړی او زیاته یې کړه چې پاکستان په دې ترڅ کې څه باندې یوزر او درې سوه ځلې پر سرحدي سېمو د توغندیو حملې کړې دي.

صیقل پاکستان له افغانستان سره د صادقانه همکارۍ او د ترورېزم پرضد د جدي مبارزې په برخو کې په پاتې راتلو هم تورن کړ.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال نبیل منیر پر خپل هېواد د افغانستان تورونه بې بنسټه وبلل.