د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون رئيس وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره نن په يوه غونډه کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نېټه ټاکي.
په دې غونډه کې به د ولسمشر تر څنګ اجرائيه رئيس، د ماليې وزير، بهرني مالي مرستندويان، سفيران او نور چارواکي برخه لري.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون رئيس نجيب الله احمدزي ازادي راډيو ته وويل، پر دې مسئله نن شنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کوي:
"د راتلونکو ټاکنو لپاره مجلس لرو، هڅه کوو په غونډه کې د انتخاباتو نېټه معلومه کړو، وروسته به يې افغانانو او نړيوالو ته هم اعلان کړو."
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي که بودجه ورکړل شي، له سره د اووه زره انتخاباتي مرکزونو ارزونه کوي.
د دغه کمېسيون رئيس وايي هڅه کوي هغه انتخاباتي مرکزونه چې په شخصي کورونو کې دي، روغتونونو، ښوونځيو او نورو عامه مرکزونو ته يې انتقال کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون رئيس وايي هڅه کوي په راتلونکو ټاکنو کې له داسې ټکنالوژۍ کار واخلي چې د انتخاباتو نتيجه ژر، په دوو-درېيو ورځو کې اعلان شي.