یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف حمله کې ۲۶ تنه وژل شوي

د يمن روغتيايي او پوځي سرچينې وايي د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو پر يوه مارکېټ بمباري کړې؛ لږ تر لږه ٢٠ ملکيان او شپږ ياغي جنګيالي يې وژلي دي.

دغو سرچينو پرون وويل، الوتکو د سره سمندرګي خوخه بندر ته نېږدې هغه موانع په نښه کړل چې د شيعه ګانو حوثي جنګياليو ورباندې څارنه کوله.

د دوى په وينا حوثي جنګياليو يوه مارکېټ ته پناه يووړه چې ورباندې بمباري وشوه.

يوې سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د يمن ولسمشر عبدربُه منصور هادي چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي، ويلي ياغيانو له ملکيانو د بشري ډال په توګه کار اخيستى دى.

په بله پېښه کې يوه «سمندري ماين» چې چارواکي وايي ياغيانو ځاى پر ځاى کړى و، په سره سمندرګي کې د يمن د ساحلي ساتونکو پر کښتۍ چاودلى چې لږ تر لږه دوه کښتۍ چلوونکي يې وژلي او اته نور ټپيان کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو پرضد جنګېږي.

دغه جګړه په ٢٠١۴میلادي کال کې هغه وخت پيل شوه چې دغو ياغيانو د يمن پلازمېنه صنعا ښار ونيوه.

په روانه جګړه کې څه باندې لس زره ملکيان وژل شوي او شا و خوا درې مليونه نور، بېځايه شوي دي.