خوګیاڼی: د ننګرهار اچین کې هوايي برید درې داعشیان وژلي

افغان چارواکي وايي، ننګرهار کې شپږو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ اړوند د مامند درې په سیمه کې هوایي برید تر سره کړی چې په پایله کې درې داعشیان وژل شوي او درې نور زخميان شوي دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، وژل شوي داعشيان ټول بهرني وګړي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.