پوتین له ترکیې سره د روسيې د اړیکو ښه کېدو یادونه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ترکیې سره د خپل هېواد د اړیکو د ښه کېدو یادونه وکړه.

پوتین نن مسکو کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

د چارواکو په وینا، دواړو مشرانو سوریه او عراق کې د روان بحران، اقتصادي اړیکو او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

روسیې ته د اردغان سفر هغه ته چې له ناټو او غرب سره یې روابط نازک شوي، د مسکو او انقرې د اړیکو د ښه کولو یو چانس بلل شوی دی.