دفاع وزارت د سردار محمد داوود خان د روغتون پاکولو حشر لري

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن د سردار محمد داوود خان د روغتون د پاکولو حشر لري.

په دې حشر کې د چهار صدبستر روغتون کارکوونکي هم ګډون لري.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل، هڅه کوي چې دا روغتون ژر تر ژره د خلکو خدمت ته بیا فعال شي.

د چهارشنبې په سهار، کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون حملې کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل او لس هاوو نور زخمیان شول.

په حمله کې د افغانستان د دې ستر پوځي روغتون ودانۍ ته زیات زیان رسېدلی دی.

محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل، د عسکرو یو اضافي ټولی سیمه کې ځای پر ځای شوي او ډاډ يې څرګند کړ چې پر دې روغتون بیا به داسې حمله نه تکرارېږي.