جین شاهین: افغان ژباړونکو ته د "SIV" پروګرام به بیا پېل شي

د امریکا د سنا ډموکراټې غړې جین شاهین پرون وویل، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمانانو او نورو هغو کسانو ته چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او خپل ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی، د مهاجرت د وېزو ځانګړی پروګرام [SIV] به بیا پېل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دې پروګرام لپاره ویزې ورسره خلاصې شوې دي او د مارچ له لومړۍ نېټې یې د وېزو لپاره له کاندیدانو سره مرکې بندې کړي دي.

سناتورې جین شهین ویلي چې د دې پروګرام ځنډېډل افغانستان کې د امریکا متحدانو ته دا پیغام ورکولای شي چې هغوی ته موږ شا ور اړولې ده.

هغې وویل چې دې پروګرام ته باید ژر تر ژره نورې ویزې ورکړل شي.

د هغې په وینا، لږ تر لږه ۱۰ زره افغانان د وېزو په انتظار دي.

سناتورې جین شهین وویل:

"دا یو اخلاقي ضرورت دی چې کانګرس په بېړني ډول دا غلطي اصلاح کړي."