ګوپینګ: چین باید د افغانستان حالاتو ته له نېږدې وګوري 

د امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په چارو کې د چین د حکومت کمېشنر چینګ ګوپینګ وايي، هېواد یې باید د افغانستان حالاتو ته له نېږدې وګوري.

دې چینايي چارواکي رویټرز ته ویلي:

"موږ باید دا وګورو چې افغانستان د تروریستي او افراطي ډلو لپاره په خوندي ځای بدلېږي؟ ځکه داسې ستر پرمختګ به د چین شمال لویدیځو پولو ته جدي امنیتي خطر پېښ کړي."

افغانستان شمال ختیځ ، واخان کې له چین سره تقریبا درې نیم سوه کيلو متره ګډ سرحد لري.

د رویټرز په حواله، د چین حکومت له هغو ایغور مسلمانانو اندېښنه لري چې له افراطي ډلو سره د یوځای کېدو لپاره سوریې او عراق ته تللي دي.