ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما دفتر د معلوماتو له مخې پهدغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو د افغانستان په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي.
دا معلومه نهده چې پهدې غونډه کې به د هغه شکایت لیک په اړه هم بحث وشي چې افغانستان په دې وروستیو کې د پاکستان په اړه کړی که څنګه؟
افغان حکومت د پاکستان د سرحدي سرغړونو او نورو کړنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت لیک استولی دی.
کابل ډېر وخت افغانستان کې د کېدونکو امنیتي پېښو په تړاو پاکستان تورن کړی، ویلي یې دي چې د افغان حکومت وسلهوالې مخالفې ډلې په هغه هېواد کې مرکزونه لري خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.