واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍګڼه کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو سرحدي ستونزو په اړه د [پاکستان تر دوو ورځو وروسته، له افغانستان سره خپلې پولي بېرته بندې کړې] مقاله خپره کړې ده.
د مقالې په یوه ځای کې لیکل شوي: پاکستاني چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۵ زره کسانو ته زمینه برابره شوې چې پر سرحد تېر راتېر شي.
د پاکستان حکومت تېره میاشت په هغه هېواد کې د وسلهوالو حملو له امله چې لږ تر لږه ۱۲۵ تنه پهکې ووژل شول له افغانستان سره ګډې پولې بندې کړې.
واشنګټن پوسټ په سرحد کې د پاکستاني مامور فیاض خان په حواله لیکلي چې د تورخم او چمن لارې به د پنجشنبې له ورځې تر نامعلومه وخته تړلې وي.
د تورخم او چمن لارې یوازې د خلکو د تګ راتګ لپاره نه بلکه د سوداګرۍ لپاره هم ډېرې مهمې دي.
ګارډین:
د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ژوند او له هغه هېواده د افغان کډوالو اجباري ایستلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
[افغانستان ته اجباري ستنېدنه: موږ فکر نه کول چې له موږ سره به داسې وشي] تر سر لیک لاندې پهدې مقاله کې د معصومه په نوم د یوې ځوانې افغانې د ژوند په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د خپرونې په لیکنه، معصومه په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجره شوې وه. افغانستان اوس د هغې لپاره ډېر متفاوت ځای دی.
د معصومې کورنۍ پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال خپله ټوله شتمني پرېښوده او پاکستان ته یې کډه وکړه.
ورځپاڼه لیکلي، کله چې معصومه خبره شوه چې د پاکستان حکومت په زور افغان کډوال باسي، دا لا هم خوشبینه وه او فکر يې نه و کړی چې د دې د کورنۍ نوبت به راشي او اووه ماشومان به يې هغه جنګ ځپلي هېواد ته استول کېږي چې هېڅکله یې نهدی لیدلی.
ګارډین لیکلي، کله چې د معصومې لس کسيزه کورنۍ افغانستان ته ورسېده، ټول ارمانونه یې مړه شول.
د جګړې له امله معصومه او د هغې کورنۍ ونه توانېده چې هغه ولایت ته چې دا پهکې زېږېدلې وه ولاړ شي.
هغوی په افغانستان کې خپلوان نه درلودل نو د جګړې له امله د بې ځايه شوېو خلکو لپاره په یوه کمپ کې واړول.
ګارډین ورځپاڼه زیاتوي چې د معصومې کوچنیان له تېرو شپږ میاشتو راهیسې ښوونځي ته نهدي تللي ځکه د هغوی کمپ ته نېږدې هېڅ ښوونځی نشته اومعصومې ویلي چې حتی که نېږدې ښوونځی وای د کوچنیانو د ور استولو خرڅ یې نه درلود.
د هغې کورنۍ له تېرو شپږ میاشتو راهیسې په افغانستان کې اوسي خو خاوند یې تراوسه لا کار نهدی پېدا کړی او بې کاره ګرزي.
د ورځپاڼې په لیکنه، دردناک حقیقت دا دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو سیل را مات شوی او د افغانستان د کار پر مارکېټ یې فشار راوستی.
ګارډین لیکلي:
لږ تر لږه دوه نیم لکه افغان کډوال په تېرو لس میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي او دا یوازې د معصومې کورنۍ نهده چې له ستونزو سره مخامخ شوې ده او کړېږي.
د ورځپاڼې په لیکنه، افغانستان کې لږ تر لږه شپږلکه کسان تېر کال د جګړو له امله بې کوره شوي دي.