کريملېن: روسیه د امریکا له هغه سفيره هرکلی کوي چې ژمن واوسي

کريملېن وايي، روسیه به د امریکا له هغه سفيره هرکلی وکړي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ مذاکراتو پيلولو ته کلکه ژمنتیا څرګنده کړي.

د روسيې د ولسمشر ویاند ډیمټري پيسکوف نن دا خبرې کړي دي.

دا وروسته له هغه چې امريکايي رسنیو راپور ورکړ، سپينې ماڼۍ د يوټاه ايالت له پخواني والي غوښتي چې روسيې ته د امریکا سفير شي او ده دا وړانديز منلی دی.

پوليتيکو، اسوشیټېډ پريس خبري اژانس او اين بي سي نيوز وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به جان هنټسمن په روسيه کې د امریکا د سفير په توګه نوماند کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا کانګريس او فدرال تحقيقاتي اداره (ايف بي ای) د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنې کوي.

هنټسمن په ۲۰۱۲میلادي کال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له‎خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې برخه اخيستې وه، د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال په سنګاپور کې امریکا سفير و او چين کې د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال سفير و.

دی تېر کال د کمپاین پر مهال د ټرمپ سخت مخالف وو.

خو پوليتيکو راپور ورکوي چې د هنټسمن اړیکې له ټرمپ سره له هغه راهيسې ښې شوي دي.