ټاکل شوې ده نن د اسرائيل، ترکيې او جرمني مشران د روسيې له ولسمشر سره وويني.
د اسرائيل د صدراعظم بنيامن نتنياهو دفتر ويلي چې دی غواړي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته له لبنان او سوريې سره د اسرائيل پر شمالي پوله د ايراني ځواکونو او د دوی د لاسپوڅو پر حضور د اسرائيل سخت مخالفت څرګند کړي.
په همدې حال کې ټاکل شوې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل جرمني سيال سيګمار ګابريال سره د اوکراین د مسايلو په اړه خبرې وکړي. ګابريل ښايي له پوتین سره هم نن وروسته وویني.
د کريملن د معلوماتو له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم نن مسکو ته ورسېږي خو له پوتين سره به تر سبا پورې نه ويني.
ټاکل شوې ده دوی د سوريې د کړکېچ، د ترکيې د ګازو د پايپ لاين او د اکویو د اټمي بريښناکوټ په اړه خبرې وکړي.