د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې پر ویکيلیکس تور پورې کړی دی چې د زرګونو اسنادو په خپرولو سره يې امريکايان له خطر سره مخامخ کړي دي.
ويکيلیکس ويلي چې دغه اسناد د امریکا د انټرنیټي جاسوسۍ د پروګرام برخه وه.
پرون د سي ای اې پر ویبپاڼه په يوه اعلاميه کې د دې ادارې وياند هيدر فريټز هورنياک لیکلي چې د امریکا خلک باید د ويکيلیکس له دې افشا څخه سخت اندېښمن شي چې د تروريستانو او نورو ډلو له خطر څخه د امريکايانو د خونديتوب لپاره يې د امریکا د استخباراتي ټولنې وړتياوو ته د زیان رسولو په مقصد دا اقدام کړی.
ده ويلي: داسې افشاوې نه یوازې د امریکا عملیات او پرسونل ته زیان رسوي بلکه موږ ته د زیان رسولو لپاره مخالفینو ته معلومات ورکوي.
ویکيلیکس د تېرې سې شنبې په ورځ د مارچ په اوومه ۹۰۰۰ اسناد خپاره کړل چې د سي ای اې د انټرنيټي جاسوسۍ له دفتره اخېستل شوي دي.
دغو سرچينو چې نوم یې نهدی یاد شوی ويلي چې دغه اسناد احتمالاً د قرارداديانو لهخوا ويکيلیکس ته لېږل شوي دي.