په کيېف کې ښځې وايي: د مساوات لپاره لاريون کوي، د ګلانو او ستاینو لپاره نه.
د ښځو په نړيواله ورځ شاوخوا زر کسان د ښځو د برابرو حقونو او د کورني تاوتريخوالي پر ضد راووتل.
د مارچ اتمه په پخواني شوروي اتحاد کې رخصتي وه او اوس هم اوکراين کې په پراخه کچه لمانځل کېږي خو فعالان وايي چې په دې وروستيو کې ښځو ته ګلونه ورکول هغه څه نهدي چې ښځې يې غواړي.
۲۲ کلنې زدهکوونکې الينا زابرويکا اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته وويل:
"له لومړي سره دغه ورځ د ښځو د حقونو لپاره وه، نه د ګلونو لپاره. زه د دې ورځې د اصلي مانا راپورته کولو لپاره لاریون کوم."
لاريون کوونکي وايي، دوی د کورني تاوتريخوالي، له ښځو سره د بد چلند او په پوځ کې د ځورونې پر ضد راوتلي دي.