د سردار داوود خان پر روغتون د حملې په اړه ضد او نقیض ارقام

په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د تېرې ورځې د حملې په اړه ضد او نقیض ارقام ورکول کېږي.

د کابل د روغتونونو رئیس وايي، د سردار محمد داوود خان روغتون باندې په حمله کې ۴۹ تنه وژل شوي دي.

سلیم رسولي رویټرز خبري اژانس ته ویلي په دغه حمله کې ۶۳ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ایمرجنسي د ملي هماهنګۍ مسؤل باز محمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل، د کابل په ملکي روغتونو کې راجسټر شوي ارقام داسې نه دي:

"هغه ارقام چې له موږ سره موجود دي باوري یم د ټپيانو او شهیدانو شمېر دومره نه دی، خو د ارقام موږ نه دي شریک کړي."

له دې وړاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي و په دغه پېښه کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او له اتیا زیات ټپيان دي.

د دې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی.