د بدخشان چارواکي وايي چې طالبانو یوه ښځه سنګسار کړې

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو دغه ولایت کې یوه ښځه سنګسار کړې ده.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور نن ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځه دوه ورځې وړاندې له یوه هلک سره د نامشروع جنسي اړیکې له امله په عام محضر کې سنګسار شوې ده.

هغه وايي چې تورن هلک د وسله‎والو طالبانو له لوري په دُرو وهل شوی.

"هغه د طالبانو له لوري نیول شوې او بیا د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوې چې دغه ښځه په عام محضر کې سنګسار شوې او هلک یې په دُره وهلی."

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ دا مهال د وسله‎والو طالبانو په کنټرول کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د بدخشان یمګان ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو له لوري یوه ښځه وژل شوې وه.