د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون د حملې د پلټنې لپاره یې یوه کمېټه ګمارلې ده.
د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي نن کابل کې خبریالانو ته وویل دغه کمېټه د ملي دفاع وزارت د سټراټیژیکو استخباراتو د مرستیال جنرال هلال الدین هلال په مشرۍ جوړه شوې ده.
"ملي دفاع وزارت د دغه وزارت د سټراټیژیکو استخباراتو د مرستیال جنرال هلال الدین هلال په مشرۍ کمېټه ټاکلې، څو دغه قضیه له نېږدې وڅېړي او نور اړوند دولتي بنسټونه هم له دوی سره همکاري کوي."
د افغانستان د عامې روغتیا او دفاع وزارتونه وايي چې د سردار محمد داود خان روغتون دې تېرې ورځې په حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او اتیا نور ټپيان شوي دي.