هلمند چارواکي وايي د عملیاتو پر مهال‌یې ۱۳ طالبان وژلي

هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال‌یې ۱۳ وسله‎وال طالبان وژلي او ۶یې ټپیان کړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغو طالبانو ته‌یې د میوند ۱۷ په نوم محاربوي عملیاتو کې چې د لښکرګار ښار اړوند بولان او بشران سیمو او په نادعلي ولسوالۍ کې شوې، مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.