د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي موصل کې له خپل مرکزه وتلی او د دې ښار د جګړې مشري یې خپلو ټیټ رتبه کسانو ته سپارلې ده.
دا خبره پرون عراقي او امریکایي چارواکو وکړه.
د دغو چارواکو په وینا البغدادي چې په ۲۰۱۴ میلادي کالیې د موصل له نیولو وروسته ځان د خلافت مشر اعلان کړی و، اوس په دښتو کې پټ دی او د ځان ژغورلو هڅه کوي.
دا خبر تر اوسه د خپلواکو سرچینو لهخوا نهده تائید شوې.
خو د هغو معلوماتو له مخې چې د دې ډلې له تلګرامونو، ټویټر پاڼې او نورو ټولنیزو رسنیو څخه ترلاسه شوي، داسې ښکاري چې البغدادي له هغه لوی مرکزه چې د دغې ډلې په کنټرول کې و، وتلی دی.