عراق کې د یوه واده پر مراسمو غبرګو انتحاري حملو ۳۰ کسان وژلي

عراقي چارواکي وایي چې په دوو انتحاري حملو کې چې تکریت ښار ته نېږدې په یوه کلي کې د واده پر مراسمو وشوې، لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه حملې پرون د حجاج کلي کې چې د بغداد شمال لوېديځ ۱۶۰ کېلو متری کې پروت دی، شوې دي.

د پولیسو په وینا دوو برید کوونکو چې انتحاري واسکټونه‌یې اغوستي وو، د واده مراسمو ته له ننوتو سره سم ځانونه والوزول.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی خو د اسلامي دولت ډلې چې په موصل کې د عراقي ځواکونو تر بریدونو لاندې ده، په تېرو وختونو کې د دا ډول حملو مسؤلیت منلی دی.

په عین حال کې عراقي ځواکونه د موصل په لوېدیځه برخه کې چې تر اوسه د اسلامي دولت ډلې په لاس کې ده، د دې ډلې له وسله‌والو سره جګړه مخ ته وړي.