د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر له امیر حمد الثاني سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون چهارشنبه د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره وکتل.

دا د ۲۰۱۵ میلادي له جولای را په دې‌خوا قطر ته د ظریف لومړنی سفر دی.

د قطر دولتي خبري اژانس "QNA" وویل، ظریف او د قطر پاچا پر سیمه‌ییزو انکشافاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو تر منځ اړیکې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او د یمن د حوثي یاغیانو د ملاتړ پر سر ترینګلې دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني کویټ او عمان ته لاړ چې په خلیج کې له خپلو عربي ګاونډیانو سره د ایران اړیکې ترمیم کړي.

قطر د تېر کال په جنورۍ کې له سعودي عربستان سره د پیوستون په نښه له تهرانه خپل سفیر وروباله.