مدني فعالانو د هلمند اېمرجنسي روغتون ته ۲۰ زره سي سي وینه هدیه کړه.
په هلمند کې مدني فعالانو پرون په داسې حال کې د جګړې قربانیانو ته وینه هدیه کړه چې د دغه ولایت د څو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره افغان امنیتي ځواکونو تازه عملیات پیل کړي دي.
د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، اېمرجنسي روغتون ورڅخه غوښتي وو چې د جګړې له سیمو ورته ډېر ټپیان راوړل شوي چې وینې ته اړتیا لري.
دوی همداراز وویل چې د وینې ورکولو لړۍ ته به دوام ورکړي.