د پاکستان پوځ ۵ وسله‌وال مخالفین اعدام کړل

د پاکستان پوځ وايي، ۵ تنه وسله‌وال مخالفان‌یې چې د دوی په وینا د ترورېستانو مهم غړي وو او پر پوځ او امنیتي ځواکونو په حملو کې یې لاس درلود، اعدام کړل.

پوځ وايي، د پاکستاني طالبانو دا پنځه غړي یې پرون چهارشنبه د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په محبس کې په دار وځړول.

د پاکستان په ترورېستي پېښو کې د مشکوکو کسانو پوځي محاکمې ته د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د دوو کلونو لپاره په دې خاطر قانوني اجازه ورکړای شوه چې ملکي محکمې د دوسیو په څېړلو کې ډېر ورو عمل کوي او ډېر قاضیان بېرېږي چې انتقامي برید به پرې وشي.

پوځي محکمې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې د پېښور پر پوځي ښوونځي له خونړۍ حملې وروسته جوړې شوې.

د پېښور د پوځي ښوونځي په برید کې ۱۴۷ تنه ووژل شول.