د سویډن یوې محکمې د ۵ افغانانو د ایستلو امر وکړ

د سویډن یوې محکمې د هغو ۵ افغانانو د ایستلو امر وکړ چې پر یوه کم عمره افغان‌یې جنسي تجاوز کړی وو.

سویډني رسنیو وویل، د دغه هېواد استېناف محکمې د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې دا پنځه افغانان دې په سویډن کې د قید د مودې له بشپړولو وروسته له دغه هېواده وشړل شي.

دغو پنځو افغانانو په سویډن کې د پناه غوښتنه کړې وه او پر غوښتنلیک‌یې لا غور روان وو.

محکمې ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت داسې نه‌دی چې دا پنځه تنه دې بېرته ورونه‌لېږل شي.

مخکې ابتدايي محکمې څلور تنه په ۱۵-۱۵ میاشتو او پنځم چې شپاړس کلن دی، په ۱۳ میاشتو بند محکوم کړي وو.

دوی د تېر میلادي کال د اکټوبر په وروستیو کې د سویډن په یوه ځنګل کې پر یوه پنځلس کلن افغان جنسي تېری کړی وو.