فراه چارواکي: د یوه شرکت ۴ کارکوونکي تښتول شوي دي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ساختماني شرکت څلور کارکوونکي د نا معلومو وسله‎والو له لوري تښتول شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصرمهري ازادي راډیوته وویل، وسله‎والو د یاد شرکت څو ماشینونه هم سوځولي دي.

د مهري په خبره سیمه کې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي چې دغه کسان د وسله‎والود منګولو څخه خوشې کړی.

تراوسه چا د دې تښتونې مسؤلیت نه‎دی منلی .

له دې مخکې هم فراه کې پرساختماني شرکتونو بریدونه شوي چې تر ډېره یې چارواکي پړه د دولت پر وسله‎والو مخالفانو اچولې ده.