چین: شمالي کوریا دې د اټمي مزاییلو له ازموینې لاس واخلي

د چین حکومت د کوریا په ټاپووزمه کې د وضعیت د کرارۍ لپاره، نن د شمالي کوریا پر حکومت غږ وکړ چې د اټمي مزاییلو له ازموینې لاس وباسي او په مقابل کې یې امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونه بند کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن د پارلمان د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل:

"دواړه خواوې د ریل ګاډي په څېر، په سرعت د یوه او بل پرلور روان دي او یو لوری هم نه غواړي چې لوری بدل کړي."

د شمالي کوریا حکومت د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو تر پېل یوه ورځ وروسته، د خپل اعتراض څرګندولو لپاره په جاپان کې د امریکا پوځي مرکزونوته مزاییل ور وویشتل.

جنوبي کوریا او امریکا په ځواب کې وویل، په جنوبي کوریا کې د مزاییلو ضدنوي دفاعي سیسټم ځای پرځای کوي چې یوازې په شمالي کوریاکې نه بلکې په چین او روسیه کې يې هم اندېښنې پېدا کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر نن وویل، ټول لوري باید د پوځي مقابلې له پراختیا ډډه وکړي څو د دې پوځې لانجې د حل لپاره ټول لوري د مذاکرو لپاره تیار شي.