هاوايي ایالت د ټرمپ د فرمان په اړه خپل قانوني مخالفت ثبتوي

د امریکا هاوايي ایالت پلان لري چې نن د مهاجرت په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ له نوي فرمان سره خپل قانوني مخالفت ثبت کړي.

د ولسمشر ټرمپ د نوي فرمان پر اساس، د اکثریت مسلمانانو له شپږو هېوادونو ایران، لیبیا، سوریې، سومالیا، سوډان او یمنه امریکا ته د خلکو پر ورت موقت بندیز لګېدلی دی.

د دې فرمان پر اساس، امریکا ته د ټولو مها جرینو پر ورتګ هم ۱۲۰ ورځنی بندیز دی.

د هاوايي ایالت چارواکي هیله لري چې لږترلږه نن به دولسمشر ټرمپ د فرمان د عملي کېدو مخنیوی وکړي.

د دې ایالت لوي څارنوال "دو چېن" پرون وویل:

"دا فرمان پر مسلمانانو دوهم نمبر بندیز دی، د ملي امنیت په پلمه، پر مهاجرینو او پناه غوښتونکو بندیز لګوي، دې فرمان د نورو بندیزونو لپاره هم لار پرانیستې ده."

خو د امریکا عدلیې وزارت دا ادعا رد کړې او ډاډ یې څرګندکړی چې دا فرمان د امریکا د ملي امنیت د خوندي کولو لپاره قانوني اقدام دی.

د بندیزونو له نوي لېسته د عراق نوم ایستل شوی دی.