افغان ولسمشر وايي چې د ملي وحدت حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تعصب له منځه وړلو ته ژمن دی.
محمد اشرف غني چې نن یې د ښځو نړیوال ورځې په مناسب په ارګ کې ځانګړې غونډې ته وینا کوله وویل چې په ادارو او لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه د منلو وړ نه دي:
"هغه ښځې چې له کوره د باندې کار کوي په ښکاري سترګو ورته کتل کېږي، موږ باید د دې پدیدې جرړې له ټولنې وباسو هغه ښځې چې له کوره د باندې کار کوي او د هېواد پرمختګ او ابادي کې ونډه اخلي د دې ملت ویاړ دی."
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي او بې عدالتیو په ختمولو کې کورنۍ اساسي ونډه لرلای شي.
نن د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ ده دا ورځ د نورې نړۍ په څير په افغانستان کې هم هر کال لمانځل کېږي.