د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین وايي، خپل امریکایي سیال یې ورته ډاډ ورکړی چې واشنګټن به له کییف څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه دا څرګندونې پرون په واشنګتن کې له امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وکړې.
د هغه په وینا ټیلرسن ورته ویلي چې متحده ایالات به د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې په ترڅ کې له اوکراینه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
"موږ د خپلو تماسونو په اړه چې په نېژدې راتلونکې کې په څه ډول د روسیې د تجاوز په وړاندې مبارزه وکړو، خبرې وکړې. "
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتې مبارزې په ترڅ کې ویلي و چې پر روسیې د بندیزونو پر لېرې کولو به غور وکړي.
خو د ټیلرسن په ګډون د هغه د ادارې یو شمېر چارواکو د روسیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد باید کریمیا بېرته اوکراین ته ورکړي او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو له ملاتړه لاس واخلي.