کاسوو ولسمشر: پارلمان دې امنيتي ځواکونه په منظم پوځ منظور کړي

د کاسوو ولسمشر د خپل هېواد له پارلمانه غوښتنه وکړه چې په لږو وسلو سمبال امنيتي ځواکونه دې په منظم پوځ منظور کړي.

دغه پېشنهاد سم د لاسه د سربيا د رهبرانو چې د کاسوو خپلواکي په رسميت نه پېژني- انتقادونه پارولي دي.

ولسمشر هاشم تاچي د قانون مسوده پرون وړاندې کړه او ويلي يې دي، يوه منظم پوځ ته د کاسوو د امنيتي ځواکونو اړول، د يوه ملي حاکميت لرونکي او خپلواک دولت يو عادي اقدام دى.

ښاغلي تاچي ويلي، د دې قانوني اقدام هدف زموږ د حاکميت او عزت خوندي کول، د سولې او دفاع تأمينول دي.

د کاسوو ولسمشر هاشم تاچي ومنله چې د کاسوو سرب ټبره اقليت د دغه قانون مخالفت کړى دى. هغه وويل د دوى دغه دريځ له سربيا څخه سرچينه اخلي.

د ولسمشر د دغه پېشنهاد تصويب د پارلمان د دوه پر درېيمه برخه وکيلانو منظورۍ ته اړتيا لري.