د بشري حقونو کمېسیون: ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل چې روان کال د مخکیني ۱۳۹۴ کال په نسبت د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په سلو کې څه باندې اته زیات شوی دی.

د مېرمن صبحرنګ په وینا له کمېسیون سره تر اوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ موارد ثبت شوي چې ډېری کورنی تاوتریخوالی دی او د ډېرو عاملین یې هم د ښځو مېړونه دي.

"په دغو ارقامو کې چې موږ یې لرو، په سلو کې نوي تاوتریخوالی کورنی تاوتریخوالی دی، هغه چې په کورنیو کې دننه ترسره کېږي. په سلو کې ۶۸ عوامل یې هم د کورنیو میړونه دي."

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په داسې حال کې زیاتېږي چې نن د مارچ اتمه د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره چې د افغانستان حکومت او نورې اړوندې ادارې یې لکه د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په شاندارو مراسمو سره لمانځي.