عراقي پوځ موصل کې د مرکزي بانک ودانۍ نیولې

د عراق پوځ وايي، په موصل ښار کې يې د مرکزي بانک اساسي څانګه او هغه ودانۍ نیولې ده چې داعش ترې د محکمې په توګه استفاده کوله.

داعش ډلې په دې محکمه کې د سنګسار، د ودانیو له چتونو د خلکو د غورځولو او د لاسونو پرې کولو په ګډون سخت حکمونه صادرول.

د موصل ښار په داخل کې د عراق د مرکزي بانک ودانۍ په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال چور شوه چې داعش ډلې دا ښار ونیو.

په موصل کې دا مهمې سیمې د عراق د ځانګړو ځواکونو د تېرې شپې په یو ساعته عملیاتو کې نیول شوي چې د پوځ په خبره لسګونه وسله وال په کې وژل شوي دي.