په یمن کې د القاعده شبکې پر ضد امریکا د هوايي بریدونو په نتیجه کې د ګوانټانامو پخوانی زنداني او د القاعده شبکې غړی محمد طاهر وژل شوی دی.
طاهر چې په یاسر السلمي هم پېژندل کېده په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له ګوانټانامو زندان خوشې شوی و.
که څه هم د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون د القاعده دا غړی یو لوی تهدید بللی و خو بیا هم هغه له ګوانټانامو ازاد شو.
د امریکا په تازه هواي برید کېد القاعده یو بل مهم غړی چې د چاودونکو موادو متخصص و هم وژل شوی دی.
په ګوانټانامو زندان کې دا مهال ۵۵ زندانیان بندیان دې چې ټول يې د یمن اتباع دي.