عبدالله: اوبه باید سم مدیریت او له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، اوبه؛ عزت، ابرو او ژوند دی چې باید له اړتیا سره سم مدیریت او له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې نن د اوبو د څلورم ملي کنفرانس د پای په غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

ښاغلي عبدالله وویل:

"اوبو ته اساسي پام موږ په ملي او نړیواله کچه په ملي پروګرامونو کې غني کوي اوبه ژوند دی اوبه ابرو او اوبه عزت دی."

ښاغلي عبدالله تینګار وکړ چې حکومت به دې برخه کې جدي او مهم تصمیمونه ونیسي، ځکه اوبه د افغانانو راتلونکی جوړوي.