حشر: جوزجان کې له جلب و جذب وروسته داعش تهاجمي حملې هم کوي

په ځينو شمالي ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د جنګیالیو د حضور په اړه د تېر یوه کال راهیسې د اندېښنو خبرې کېږي خو اوس ځیني سیمه‌ییز چارواکي د یادې ډلې د تهاجمي حملو او نویو پلانونو خبره کوي.

د جوزجان د درزاب ولسوال چې اړوند سیمه‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د تجمع مرکز یادېږي وايي چې داعش د جوزجان، فاریاب او سرپل ګډو پولو کې ډېر خلک جذب کړي، ان تر دې چې غواړي ځينې ولسوالۍ ونیسي.

رحمت‌الله حشر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغې ډلې شمېر لږ تر لږه ۳۰۰ کسانو نه تر ۵۰۰ پورې رسېږي.

نوموړی وايي:

"د فاریاب او جوزجان ولایتونو په اړوند سیمو کې له دې جملې په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو او په دغه شان د سرپل ولایت کې د دوی شمېر له ۳۰۰ کسانو اوړي او تهاجمي حملې کوي او خپل تحرکات لري."

دی وايي، سیمې ته راغلو بهرنیو جنګیالیو د خلکو له بې‌وزلۍ او مجبورۍ پوره ګټه اخیستې او خپلې لیکې یې پرې پیاوړې کړې دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په باور درزاب، شاه‌توت، کوهستانات، قوش‌تپه، صیاد او نېږدې نورې سیمې دا وخت د داعش د ګواښ لاندې دي.

د داعش فعالیت دوه کاله وړاندې د افغانستان ختیځو ولایتونو کې تائید شو خو د تېر یو کال راهیسې د شمالي ولایتونو د بېلابېلو سیمو خلکو او ملي شورا کې د دغو ولایتونو استازو شمال ته د دې ډلې د ورتګ په اړه بیا-بیا اندېښنې ښودلې دي.

ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینې کارګر ازادي راډیو ته وویل، داعش وسله‎وال خورا مجهز او له ښو امکاناتو برخمن دي.

اغلې کارګر وویل:

"خلکو له خپلو ځایونو کډې بار کړې او له اقتصادي اړخه‌یې هم زیانونه لیدلي دي، داعش وسله‎وال ډېر پیاوړي شوي، هم د تجهیزاتو له اړخه هم په مادي او هم معنوي لحاظ."

له دې وړاندې د روانې کب میاشې پیل کې د سرپل والي ظاهر وحدت ویلي چې د مرکز او بلخاب ولسوالۍ پرته په نورو ټولو ولسوالیو کې د دولت ضد نړیوالې ترورېستي ډلې له پخوا زیاتې فعاله شوې دي.

وحدت: د سرپل کوهستانات د مخالفینو د جلب او جذب په مرکز اوښتې

سرپل، جوزجان او فاریاب کې د داعش د تبلیغاتو په اړه اندېښنې

خو د دې ټولو اندېښنو په ځواب کې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې افغان حکومت په هر ځای کې د داعش په شمول د هرې وسله‎والې ډلې له‌منځه وړلو ته ژمن دی.

تواب غورځنګ

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره چمتووالی لري چې دا شومه ترورېستي ډله هغسې وځپي لکه ننګرهار کې یې چې وځپله په هر ځای کې یې چې تحرکات ولیدل شي دوی به وځپل شي."

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر هم سیمې ته د دولت د ځينو امکاناتو له رسېدو وايي، خو د جوزجان والي بیا په دې باور دی چې که په زیان لیدونکو سیمو کې وسله‎وال ونه‌ځپل شي په راروان پسرلي کې به د دوی د ورانکاره فعالیتونو مخنیوی خورا ګران وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ