د لوګر چارواکي وايي، د دولت وسلهوال مخالفین په دې ولایت کې د ناامنیو له لارې غواړي د مرکز کابل امنیت خراب وښيي.
د لوګر امنيه قوماندان عصمتالله عليزی وايي، وسلهوال په هغو ولایتونو کې د زیات فعالیت هڅه کوي چې کابل ته نېږدې پراته دي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي او قومي مشران بیا د لوګر د نا امنیو یو لوی سبب په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د اډو او مرکزونو نهشتون ګڼي.
د ولایتي شورا غړي وايي، افغان ځواکونه وخت ناوخت په لوګر کې په لوی مصرف عملیات کوي خو په تصفیه شویو سیمو کې نهپاتې کېږي.
افغان چارواکي وايي، د افغانستان مرکزي او شمالي سیمو کې د فعالیت لپاره د دولت وسلهوال مخالفین د لوګر له امنو سیمو د تګ راتګ لپاره کار اخلي.