اسوشیټېډ پرېس: ایران پر اصفهاني رسماً جنایي تورونه لګولي

د ايران قضائيه قوې د هغه مرکچي هيئت پر يوه غړي رسماً جنايي تورونه لګولي دي چې د تهران او ځواکمنو هېوادونو تر منځ‌يې په مذاکرو کې برخه درلوده.

د ايران د قضائيه قوې وياند غلام حسين محسني اژه‌يي پرون وويل، يو تن روان کال د جاسوسۍ په شک نيول شوى او تورن شوى دى.

هغه د دې کس نوم او پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه نور جزئيات ورنه‌کړل.

اژه‌يي ويلي:

"يوه محکمه بايد دغه تورونه وڅېړي."

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دغه کس نوم «D.E» ياد کړى چې ښايي مقصد به‌يې عبدالرسول دري اصفهاني وي.

اصفهاني په ٢٠١۵ میلادي کال کې بهرنيانو ته د ايران د اقتصادي رازونو د خرڅولو په تور نيول شوى دى.

دى چې دوه تابعيتونه لري، دغه راپورونه‌يې رد کړي دي.

په وروستيو کې ګڼ کسان چې دوه تابعيتونه لري، د ايراني چارواکو له‌خوا د جاسوسۍ په تور نيول شوي او بنديان شوي دي.