مومند اېجسنۍ کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه افغانستان ته څېرمه په قبايلي سيمو کې سخت دريځو وسله‌والو پر څو پوستو حمله کړې او پنځه سرتېري يې وروژلي دي.

د پاکستان پوځ نن په يوه اعلاميه کې وويل چې سخت دريځي وسله‌وال له افغانستانه مومند اېجنسۍ ته اوښتي او درېيو پوځي مرکزونو ته‌يې کمين نيولى و.

پوځ وايي، په نښته کې ١٠ افراطي وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په اعلاميه کې نه‌دي ويل شوي چې په دې حمله کې کومې وسله‌والې ډلې لاس درلود، خو د پاکستاني طالبانو يوې جلا شوې ډلې جماعت‌الاحرا د دې پېښې مسؤليت منلى دى.