د مشرانو جرګې اداري پلاوي ټاکنې نن ترسره شوې

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې نن ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې محمد علم ایزدیار د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال او اصف صدیقي د دوهم مرستیال په توګه وټاکل شول.

همدارنګه فیصل سمیع د مشرانو جرګې د منشي د مرستیال په توګه وټاکل شو خو د مشرانو جرګې د منشي څوکۍ لپاره به سبا ټاکنې کېږي.

د ویلو ده چې د افغانستان ملي شورا له ژمنیو رخصتیو وروسته نن په کار پیل وکړ.