ولسي جرګه: حکومت دې د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي

د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له افغان ولسمشر څخه وغوښتل تر څو د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي.

د دغې جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال پرانیست غونډې ته وویل چې د حکومت د پلانونو عملي کېدل به د سرپرستانو په مدیریت ممکن نه‌وي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي تر دې وړاندې هم ویلي چې ولسي جرګه به په خپله نوې کاري دوره کې د هغو وزارتونو لپاره د مناسبو کاندیدانو پر غوره کېدو تمرکز وکړي چې وزیران‌یې سلب صلاحیت شوي یا د سرپرستانو په لاس کې دي.

ولسي جرګې نېږدې څلور میاشتي وړاندې د کابینې ۱۶ وزیران د خپلې پراختیايي بودجې د اویا سلنې نه‌ د کم مصرف له کبله استیضاح کړل چې له ډلې یې ۷ تنه سلب صلاحیت شول.

خو جمهوري ریاست د وزیرانو د استیضاح موضوع سترې محکمې ته راجع کړې او ویلي چې سلب صلاحیت شوي وزیران د محکمې تر پرېکړې خپل کار ته ادامه ورکولای شي.