د بلوچستان د اسمبلۍ پرېکړه: اسلام‎اباد دې پوله ژر تر ژره پرانيزي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تړلې پولې ۱۸ ورځې وشوې چې پخوا يې سارى نه‌ليدل کېږي، خو لا هم څرګنده نه‎ده چې د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت په امر تړل شوې پوله به کله پرانیستل شي.

د پولې دواړو غاړو ته که عام خلک ايسار دي او په هوټلونو، جوماتونو او د خپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي، خو تجارت‌يې هم په ټپه درولى دى.

د چمن د تجارانو يو مشر دادشاه پژواک وايي، د چمن ښار د شااوخوا ۳۰ زره خلکو ګټه وټه چې په وېش منډيي پورې تړلې ده، د پولې تړلو يې ورځنى ژوند له تباهۍ سره مخامخ کړى او په ښار کې يې غلاوې او شکونې پيل شوې دي.

نوموړی وايي:

"دا څنګه شونې ده چې دا ۲۵-۳۰ زره کسان به په يوه ورځ کې په ويزو ځي او دلته به دا بندوبست څنګه ورته کېږي، د چمن خلک له ډېرې پرېشانۍ سره مخ دي، چمن کې غلاګانې ډېرې شوي، ځکه خلک بې‌روزګاره شول، يوازې د وېش منډيي وه چې خلکو تګ راتګ کاوه او روزګار يې کاوه، اوس چې پوله پرې وتړل شوه، ظاهره خبره ده چې ناامني به ډېرېږي."

د پولې تړل کېدو په چمن کې د نورو سامانونو تر څنګ د سبزيو او مېوو تجاران او کروندګر هم سخت اغېزمن کړي دي.

د بلوچستان د کروندګرو اتحاديې يو مشر عبدالرحمن بازى وايي، که پوله خلاصه نه‎شي نو اسلام‎اباد کې به پاکستاني چارواکو ته شکايت يوسي.

نوموړی وايي:

"د پولې له بندېدو سره زموږ د کروندګرو بېخي زيات تاوان دى، زموږ ډېر داسې شيان دي چې افغانستان ته به تلو، خصوصاً مڼې او ځينې نورې مېوې. په دغو ورځو کې چې خلک خپلې مېوې زېرمه کړې وې او دا وخت‌يې افغانستان ته وړي، يقيناً د هغو لوى تاوان دى."

د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ دوه ورځې وړاندې د پولې تړل کېدو ضد يو پرېکړه‎ليک تصويب کړ او د اپوزېسیون غړو په‌شمول ټولو له مرکزي حکومته وغوښتل چې پوله ژر تر ژره پرانیزي او نور د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو ژوند او تجارت له تباهۍ وژغوري.

اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړى نصرالله زېرى چې دغه پرېکړه‎ليک‌يې وړاندې کړى وايي، پاکستان چې له ايران او هند سره پر پوله د شخړو په نتيجه کې پوله نه‌تړي، له افغانستان سره د پولې تړل پر پوله د پرتو خلکو اقتصادي قتل دى.

ښاغلي زیري زیاته کړه:

"دا ډېره د اندېښنې خبره ده چې له تېرو ۱۸ ورځو پوله تړلې ده او د دواړو غاړو زرګونه تجاران‌يې اغېزمن کړي دي او هغوى ته‌يې ميلینونه کلدارې تاوانونه وراړولي دي. موږ اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړ او تصويب هم شو، له مرکزي حکومته مو غوښتنه وکړه چې دا پوله دې ژر تر ژره خلاصه شي، دا د پښتنو اقتصادي قتل دى."

اسلام‎اباد کې افغان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون پاکستاني رسنيو ته ويلي چې که پوله په دوو ورځو کې پرانه‎نيستل شي، نو پاکستان کې ايسارو افغانانو ته به له کابله الوتکې راولېږي او خپل هېواد ته به‌يې ولېږدوي چې شااوخوا ٢٥٠٠٠ کسان دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ښاغلي زاخېلوال سره خبرې وکړو او ځینې وپوښتو چې د پولې پرانيستلو په برخه کې د پاکستان مرکزي حکومت ژمنو ته څومره هيله‌مند دى، خو بريالي نه‎شوو.

راپور: بارکوال مياخېل