ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو څو شېبو کې د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ ناسته په رسمي توګه پرانیزي.
له ملي شورا څخه د ازادي راډيو خبریال وایي چې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د کابینې ځيني غړي او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو ډیپلوماتان هم راغلي دي.
په دې اړه کابل ښار او په ځانګړي ډول د ملي شورا په شااوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
تر دې وړانډې د ولسي جرګې نائب منشي عرفانالله عرفان ازادي راډيو ته ویلي چې د نوې کاري دورې په پېل کې به د ولسي جرګې اداري پلاوي وټاکل شي.
ولسي جرګه به په خپلې نوې کاري دوره کې د هغو وزارتونو لپاره د مناسبو کاندیدانو پر غوره کېدو تمرکز وکړي چې وزیرانیې سلب صلاحیت شوي یا د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.