د ایران قضائيه قوې یو ایراني‌الاصله امریکایي وګړی نیولی

د ایران قضائيه قوې پرون یکشنبه د یوه ایراني‌الاصله امریکایي وګړي د نیولو خبر ورکړ چې په مالي درغلۍ تورن شوی دی.

د ایران مهر خبري اژانس د قضائيه قوې د ویاند "غلام حسین محسني اژه اي" په حواله ویلي چې دې سړي له ایرانیانو پېسې اخیستې او امریکا ته د تګ دروغي وعدې یې ورکولې او په دې ډول‌یې دوه اعشاریه شپږ میلیون ډالر ترلاسه کړي و.

د نیول شوي سړي نوم نه‌دی څرګند شوی.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر ایراني‌الاصله امریکايي وګړي، د جاسوسۍ په تور په ایران کې نیول شوي دي.