چين وايي هېڅکله به د ټايوان خپلواکۍ ته اجازه ورنه‌کړي

د چين حکومت ويلي چې هېڅکله به د ټايوان خپلواکۍ ته اجازه ورنه‌کړي.

د چين صدراعظم دا څرګندونې نن د چين د تش په نامه پارلمان د کلنۍ غونډې د پرانيستلو پر مهال کړې دي.

صدراعظم لي که چيانګ د خلکو ملي کانګرس ته نن په خپله وينا کې وويل:

"موږ به د ټايوان د خپلواکۍ په برخه کې د بېلتون-غوښتنې فعاليتونه مهار او په جديت به‌يې مخالفت وکړو، موږ به هېڅکله هر هغه فعاليت چې په هر نوم وي او غواړي ټايوان زموږ له قلمرو څخه جلا کړي، ونه‌زغمو."

د ټايوان د برخليک په اړه په وروستيو مياشتو کې کړکېچ وروسته له هغې زيات شو چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چين په وړاندې د امريکا د واحدې پالېسۍ په اړه جنجالي اشارې ورکړې دي.

امريکا له لسيزو راهيسې بيجينګ د چين د واحد حکومت په توګه په رسميت پېژني، خو په عين حال کې له ټايوان سره هم غیر رسمي اړيکې لري.