ټاکل شوې ټرمپ پر کډوالو د سفر بندیز تازه فرمان سبا لاسلیک کړي

د امریکا خبري اژانسونه وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ په پام کې لري چې د ځينو عمدتاً اسلامي هېوادونو د اتباعو پر سفر د بندیز تازه کړای شوی اجرائیوي فرمان سبا لاسلیک کړي.

«پولیټیکو» او «سي اېن اېن» د امریکا حکومت د یوه چارواکي په حواله ويلي چې ټاکل شوې ده دا فرمان د کورني امنیت په وزارت کې لاسلیک شي.

د جنورۍ پر ٢٧مه لومړني اجرائيوي فرمان امریکا ته د اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو لکه ایران، سوریې، یمن، سوډان، لیبیا، سومالیا او عراق د اتباعو پر تګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه.

خو دا فرمان وروسته د امریکا د فدرال محکمې قاضیانو رد کړ او سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ غواړي چې په خپل فرمان کې تغییر راولي او بیا یې صادر کړي.

ټرمپ ویلي، دا اقدام د دې لپاره ضروري دی چې د امریکا متحده ایالاتو ته د ترورېستانو د ننوتو مخه ونیول شي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا لا څرګنده نه ده نوی فرمان به له مخکیني سره څومره توپیر ولري.

ولسمشر ټرمپ پرون شنبه په فلوریدا کې له لوی څارنوال جېف سېشنز، د کورني امنیت وزیر جان کیلي او د سپینې ماڼۍ سلاکار سټیف بنن سره وکتل چې فرمان نهايي کړي.