سرپل، جوزجان او فاریاب کې د داعش د تبلیغاتو په اړه اندېښنې

د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې له داعش سره د یوځای کېدو د تبلیغاتو په اړه اندېښنه لري.

د دغو ولایتونو ځینو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ازبکستان د تحریک اسلامي ګوند د مشر طاهر یولداش زوی په دغو ولایتونو کې خلک د داعش لیکو سره یوځای کېدو ته هڅوي.

د یادو ولایتونو د اوسېدونکو په خبره تر دې دمه ۳۰۰ ځوانان د داعش لیکو ته جذب شوي دي.

یوه ورځ وړاندې د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم په یوې غونډه کې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.