غني: ګاونډیان دې د اوبو بندونو جوړېدو په اړه اندېښنه نه‌لري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید په دغه هېواد کې د اوبو د لویو بندونو له جوړېدو څخه اندېښنه ونه‌لري.

ښاغلي غني چې نن د اوبو په ملي کنفراس کې خبرې کولې وویل چې له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې لپاره د اوبو له منابعو څخه ښه مدیرت ته اړتیا ده.

د ښاغلي غني په خبره د اوبو سم مدیریت کولای شي افغانستان د بېلابېلو برخو تر څنګ له کرنیز پلوه پر ځان بسیا کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"اوبه په زراعت کې ځانګړی اهمیت لري او په خاصه توګه د هغه هېواد لپاره چې ۸۰ سلنه وګړي یې په زراعت متکي خو له بده مرغه بیا هم د کرنیزو توکو یو واردونکی هېواد دی چې دا زموږ لپاره ملي شرم دی."

د ښاغلي غني په خبره د اوبو سم مدیریت به د افغانستان او د سیمې هېوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړې او د انرژۍ له اړخه به هم افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.