راپور: ایران روسیې څخه د کروز توغندیو اخیستو خبرو بوخت دی

د امریکا د استخباراتو د یوه راپور له مخې، ایران له روسیې څخه د کروز توغندیو د اخیستو لپاره په خبرو بوخت دی او ښایي نورې وسلې هم وروسته تر دې له روسیې څخه وپلوري چې په دوه ۲۰۲۰ میلادي کال کې پر دغه هېواد د وسلو د اخیستو د بندیزونو موده پوره شي.

د امریکا د استخباراتو ادارې تېره میاشت دا راپور ورکړ او پرون بلومبرګ خبرې سرچینې ترلاسه کړ.

په دې راپور کې ویل شوې دي چې ایران ممکن نوې جنګي بېړۍ، اوبتلونه او د توغندیو ضد توغندي د بندیزونو له پای ته رسېدو وروسته واخلي.

له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ پیاوړیو هېوادو اټمي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه لرې شوې دي.