الکوزی: د پولیس چارواکو تغیر او تبدیل سره امنیتي وضعیت نه ښه کېږي

د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په کورنیو چارو وزارت کې وروستي بدلونونه د امنیت د ښه والي لپاره ګټور نه دي، بلکې حالت لاپسې بد تر کولای شي.

د دغه کمېسیون د رئیس هاشم الکوزي په خبره کوم کسان چې له یو ولایت څخه بل ولایت ته بدل شوي، نه یوازې دا چې امنیتي تجربه نه لري بلکې د یادو ولایتونو له امنیتي حالت او جغرافه يي موقیعت سره هم هېڅ اشنايي نه لري، نو اړ دي چې هر څه له صفر پیل کړي.

هغه وايي، دغه مهم کلیدي پوستونه هغه چاته ورکړل شوي چې په دې برخه کې پخوانۍ تجربه نه لري او دا د خلکو په حق کې ستره جفا ده.

الکوزی: دا د خلکو په حق کې ستره جفا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د دوی په منځ کې داسې کسان شته چې پخوا يې په دندو کې ناغېړي کړې ده او اوس چې ورته درنې دندې سپارل شوي دا دندې به په ښه شکل پر مخ یو نشي، دوی د ولایتونو د حالت او جغرافيي موقیعت سره بلدتیا نه لري او نه شي کولای امنیتي حالت ښه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت په خپل وروستي اقدام کې د مرکز کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو په امنیه قوماندانیو په مشرتابه او یو شمېر نورو مهمو امنیتي پوستونو کې بدلون راوست.

د پولیسو د ۶۰۶ زون قوماندان حسن شاه فروغ د کابل د امنیه قوماندان په توګه، عبدالراحمن رحیمي د ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه او د دې ولایت امنیه قوماندان د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

د دې ترڅنګ د کابل د امنیه قوماندانۍ محافظتي مرستیال د دغه قوماندانۍ د جينايي څېړنو د رئیس په توګه، د نورستان د امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د بغلان د امنیه قوماندان په توګه، د بغلان امنیه قوماندان محي الدین سروري د نورستان د امنیه قوماندان په توګه او دغه شان توریالي عبدیاني ته د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ سپارل شوې ده.

د امنیتې چارو یو شمېر کارپوهان انتقاد کوي چې دغه بدلونه او مقررۍ د مسلکي توب پر ځای مصلحتي بڼه لري.

زلمي وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"رتبې او څوکۍ د اړیکو پر بنسټ ورکول کېږي، که یو کس په یو ځای کې په امنیتي پست ګټور نه واقع کېږي نو په بل ځای کې هم ګټور نه شي کېدای او دا د ښه والي پرځای ستونزې ډېروي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا بدلونونه د پولیسو په چارو کې د ښه والي، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په هدف شوي دي.

صدیق صدیقي.

د دې وزات ویاند صدیق صدیقي وویل:

"ګومارل اړین دي، له یو ولایت نه بل ولایت ته د مسؤلینو ادلون بدلون د پولیسو د لا ښه تنظیم، د پولیسو په اجراتو کې د ښه والي او د خلکو تمو ته د رسیدنې په هدف ترسره کېږي."

Your browser doesn’t support HTML5

صدیقي: وروستي تغیرات د پولیسو چارو لا ښه تنظیم په اساس شوي

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امنیتي کارپوهان وايي، ځینو مسؤلینو امنیتي څوکۍ ګرو کړي او د امنیتي حالت د ښه کېدو او اصلاحاتو پرځای حالات د خرابۍ پر خوا وړي.

امنیتي کارپوه صدیق ساحل وايي، ښه داده د هغه کسانو پرځای چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي مسلکي جنرالانو ته مسؤلیتونه وسپارل شي.

راپور: اکرام الله اکرام