پاکستاني پوځ دوې اوونۍ مخکې په ټول هېواد کې د ردالفساد په نامه عمليات پيل کړي چې وايي تر اوسه يې پکې سلګونه مشکوک کسان نيولي او تر سلو زيات يې وژلي دي.
د سياسي چارو څېړونکى ايمل خټک وايي، که په پاکستان کې تېر يوولس عمليات بريالي واى، ولې به په نوي نامه نور عمليات کېدل.
ښاغلى خټک وايي چې د پاکستان حکومت او دولت تر څو له ترهګرو سره د بېلتون او د ښه و بد طالب تر منځ د توپير نه کولو اعلان نه وي کړى، ترهګري له پاکستان او سيمې نه شي ختمېداى.
له ښاغلي ايمل خټک سره د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5